آیا امریکا به ایران ته عسکر ولېږي؟

په ایران باندې د امریکې او اسرائیل ګډ تجاوز په اوږدېدو دی. دغه جنګ به په څو ورځو کې یوه میاشتنی شي، خو د کمېدلو نښې-نښانې یې نه لیدل کېږي.

له یوې خوا د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکې او اسرائیل د ایران سمندریز، ځمکنیز او هوايي نظام له منځه وړی او له بلې خوا د نړۍ نورو هېوادو ته زارۍ کوي ترڅو د هرمز تنګي په په امنیت کې له امریکې او اسرائیلو سره مرسته وکړي.

اکسیوس په یوه تازه خبر کې لیکلي چې د ټرمپ اداره په دې فکر کوي چې آیا ایران ته پیاده عسکر ولېږي او کنه. ځینې نورې سرچینې وايي؛ امکان لري امریکه د ایران د خارګ جزیرې ته عسکر ولېږي، خو د ټرمپ اداره ډارېږي چې کېدای شي د ایران لخوا به په دغه پیاده جنګ کې ډېر امریکايی عسکر ووژل شي.

ډونالډ ټرمپ چې ایران یې د یوه ځان ښوونکي خېټور بدماش په نوم پېژني، غواړي په دغه ناکامه جګړه کې خپل ځان ته د خاورو پوزه جوړه کړي او د خارګ جزیرې په مؤقتي اشغال سره ځان ددې جګړې بریالی معرفي کړي، خو دا ځل ایران نه غواړي دغه تجاوزي جګړه پرته له تضمین پای ته ورسوي.

شنونکي وايي چې دا ځل به پخپله ایران د سولې لپاره شرطونه وضع کوي او ددې ناکامې امریکایۍ او اسرائیلۍ جګړې د ختم لپاره به امریکه مجبوره وي ترڅو د ایران شرطونه ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button