امریکا او اسرائیل علي لاریجاني هم وواژه

ایران رسماً د علي لاریجاني د وژل کېدلو خبر خپور کړ. د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي لاریجاني نن د امریکا او اسرائیل په بمبارې کې په تهران کې وژل شوی دی.

د ایران په آسمان کې له توقف پرتې د امریکا او اسرائیل جېټ الوتکې ګرځي او هدفونه بمبار کوي. د ایران لوړپوړي چارواکي له پوهې سره-سره بیا هم د تهران د ودانیو په بامونو روژه ماتي کوي.

په ایران باندې د امریکې او اسرائیل د تجاوز له پیل څخه تر نن، د اسرائیل لوړ پوړي چارواکي، عام خلک او عسکر؛ اکثراً د ځمکې لاندې په بم-ضد تونلونو کې ژوند کوي. له همدې امله، حد اقل د اسرائیل لوړ پوړي مشران نه وژل کېږي.

ددې خلاف د ایران لوړپوړي چارواکي ددې پر ځای چې د غرونو لاندې په بم-ضد مراکزو کې خوندي پاتې شي او د خپل هېواد مشري پر مخ یوسي، د بامونو په سر روژه ماتي کوي او له همدې امله د علي لاریجاني په څېر وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button