د جلال الدین حقاني او د هغه د کورنۍ په اړه راپور

جلال الدین حقاني په پاکستان مین کس وه چې د راپورونو له مخې، د خپل فعالیت په اوږدو کې یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) سره نږدې اړیکې درلودې. هغه د افغانستان د لومړي جمهوریت د ولسمشر محمد داؤد خان پر ضد د آی اېس آی په ملاتړ بغاوت کړی وه.

جلال الدین حقاني د خپل ژوند ډېره برخه په وزیرستان کې تېره کړه. د راپورونو له مخې هغه په وزیرستان او اسلام آباد کې د پاکستاني پوځ او آی اېس آی تر نظارت لاندې ژوند کاوه. د هغه زامنو، لکه سراج الدین حقاني، بدرالدین حقاني او انس حقاني هم په وزیرستان کې فعالیت کاوه او د پاکستاني ادارو په مرسته یې د افغان وژنې پلانونه جوړول. دغو کسانو په وزیرستان کې پښتانه ماشومان د انتحاري بریدونو لپاره روزل او په افغانستان کې د ګڼو بې ګناه کسانو د وژنې لامل شوي دي.

د راپورونو له مخې، جلال الدین حقاني او د هغه زوی بدرالدین حقاني په وزیرستان کې مړه شوي او هلته یې قبرونه دي. که څه هم دوی په ظاهره ځانونه د ځډرانو په کورنۍ پورې تړي، خو مؤثق اسناد ښيي چې دوی د وزیرستان اصلي اوسیدونکي دي او هلته یې د پاکستان د پوځ تر نظارت لاندې د افغانستان د ورانولو لپاره مرکز درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button