فاروق اعظم هیبت الله آخوندزاده ته ګستاخي کړې

د ګیلاني پیرانو د ډلې غړی، د «ټ، ټوپک» چاپوونکی او د شفیع اعظم پلار ښاغلی فاروق اعظم هغه کس دی چې د امریکې، انګلستان او پاکستان په امر یې د افغانستان د دوو مشروع نظامونو په ضد بغاوت کړی او په له منځه وړلو کې یې پوره ونډه اخیستې.

نوموړي تازه د طالبانو «امیرالمؤمنین» ملا هیبت آخوندازده ته ګستاخي کړې او هغه یې د علم ضد کس بللی دی. ښاغلي فاروق اعظم، چې د زرکې ملیار د بایفرېنډ په نوم هم شهرت لري، د طالبانو پر ضد خلک بغاوت ته تشویق کړي او ویلي یې دي چې ټولې افغان مېرمنې او نجونې باید د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره سړکونو ته راووځي.

په دې هکله د افغانستان مشهور لیکوال او شنونکي ښاغلي جلال امرخېل د طالبانو له «امیرالمؤمنین» ملا هیبت الله آخوندزاده څخه غوښتنه کړې ترڅو ښاغلی فاروق اعظم زنداني او د هغه زوی شفیع اعظم هم له دندې منفک کړي. د یادونې وړ ده چې ښاغلی فاروق اعظم د پاکستان له «قائد اعظم» سره له حده زیاته مینه لري او له همدې امله یې خپلې کورنۍ ته د «اعظم» تخلص ټاکلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button