مقاله: خلیلزاد پخپله ښځه د طالبانو لابیګري کوي

د امریکې د استخباراتي پروژو په حاشیه کې زلمي خلیلزاد خپلې شخصي پروژې د ترهګرو په مرسته عملي کړي دي. د سولې په نوم د امریکې-طالبانو په پټو معاملو کې زلمی خلیلزاد د امریکې لخوا دغه کار ته ګمارلی شوی وه. زلمي خلیلزاد د امریکې د استخباراتي پروژو ترڅنګ په قطري غونډو کې د پاکستان او طالبانو په مرسته خپلې شخصي ډالري پروژې هم په کار اچولي دي. همدغه دلیل دی چې زلمی خلیلزاد له حده زیات کوښښ کوي ترڅو طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. په دغو نجسو پروژو کې زلمی خلیلزاد ډېر سپک او بربنډ شوی دی. زلمی خلیلزاد پوهیږي چې که چېرې طالبان ضعیف او له منځه لاړ شي، نو د نوموړي پروژې به هم له منځه لاړې شي. همدا سبب دی چې اوس یې ښځه را اېستلې او د طالبانو لابي پرې کوي.
