د هر اصیل افغان په زړه ټومبلی بیرغ

د افغانستان ملي دری رنګه بیرغ هغه بیرغ دی چې د افغانستان ټول قومونه نه یوازې پر هغه افتخار کوي بلکه په سیاسي ډګر کې د افغانستان د ټولو قومي مشرانو لخوا په رسمیت پېژندلی شوی دی. په بهرنيو ملکونو کې تر نن د افغانستان د هر قوم خلک له دغه بیرغ څخه د خپل ملي هؤیت په توګه کار اخلي. دغه ملي هؤیت د پاکستان نیابتي ډلې یعني طالبانو په افغانستان کې ممنوع کړی. قومي متعصبین په اسټرالیا کې په افغان بازار سر ورکوي، چې ښه کوي، خو ولې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي ډلې پر ضد غږ نه پورته کوي؟ آیا طالبانو د افغانستان ملي هؤیت له منځه نه دی وړی؟ قومي متعصبین له حمارانو څخه بدتر دي.
