ایران-اسرائیل: په سیمه کې د تاوتریخوالي نوې څپې

په داسې حال کې چې د امریکې او ایران ترمنځ د اټومي انرژۍ او وسلو په اړه خبرې اترې روانې دي، اسرائیل هڅه کوي چې دا خبرې ناکامه کړي او له خنډونو سره یې مخامخ کړي.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکې اوسنۍ اداره له ایران سره د جګړې تمایل نه لري، خو داسې ښکاري چې اسرائیل غواړي د ډونالډ ټرمپ اداره جګړې ته اړ باسي.
تېره شپه، د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ، اسرائیل د ایران پر څو ښارونو هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې د ایران د پوځ او سپاه پاسداران مشر حسین سلامي په ګډون د اټومي انرژۍ ساینس پوهان ووژل شول.
وروسته به څرګنده شي چې ایران به څه ډول غبرګون ښيي، خو باید وویل شي چې سیمې ته د اور ګرمې څپې نږدې شوې دي او کېدای شي د جګړې اور تر افغانستان پورې ورسیږي.
لکه څنګه چې اوس مهال افغانستان د پاکستان له خوا اشغال شوی دی، د پاکستان نیابتي طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي. د دوحې تړون له مخې، طالبان باید د امریکې او د هغوی د متحدینو ګټو ته زیان ونه رسوي. له همدې امله، طالبان به په دې جګړه کې د امریکې او اسرائیل ملاتړ وکړي.
