اسلام آباد: د طالبانو سفیر او پنجابۍ مدني فعاله

د پنجاب لخوا د «کشمیر آزادۍ جبهې» په نوم جوړې شوې ډلې د مشر یاسین ملک ښځې مشال حسین ملک په اسلام آباد کې د طالبانو له «سفیر» شکیب احمد سره کتلي دي. آغلې مشال ویلي چې د طالبانو له «سفیر» سره یې د کشمیر د آزادۍ په هکله خبرې کړې دي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو «سفیر» شکیب احمد د پاکستان او طالبانو تر منځ د «جنګ» چې ډېرۍ افغانان یې د «ډرامې» په نوم هم یادوي، هېڅډول عکس العمل نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button