طالبان وايي له پاکستان سره یې اوربند وکړ

طالبان وايي چې له پاکستان سره یې د اختر په مناسبت «اوربند» کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوه ورځ مخکې په کابل باندې بمباري وکړه او لسګونه کسان یې ووژل.
له پاکستان سره د طالبانو «اوربند» ته افغانان غوصه شوي او وايي چې پاکستان په کابل کې لسګونه بې ګناه افغانان ووژل، خو ددې پر ځای چې طالبان د پاکستان ددغه تېري غچ واخلي، له پاکستان سره په مینه «اوربند» کوي.
د افغانستان خلک وايي چې د جمهوریت په وخت کې به طالبانو په ډېر شوق او جذبه افغانان وژل، خو پاکستان ته نه یوازې چې بې جذبې دي بلکه عقیده یې اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته ضرر ورسېږي.
طالبانو په افغانستان کې په روژه کې هره ورځ په تراویح ولاړ افغانان وژل. په دې هکله به د طالبانو په «کاري بلېچه» مشهور قاري سعید خوستي ویل چې په روژه کې د دښمن (افغانانو) وژل هنوز ډېر ثواب لري. اوس چې د پاکستاني «دښمن» وخت راغلی، طالبان وايي چې په روژه کې د پاکستاني «دښمن» وژل ګناه لري.
آیا هېر مو شول چې د روژې په لومړي روژه ماتي طالبانو په لوګر کې تر ۲۰ زیات تنکي محصلین د موټر-بم په واسطه شهیدان کړل؟
د طالبانو اکثریت مشران په لمنځونو او تبلیغونو کې د پاکستان دولت او پوځ ته د خیر دعاګانې کوي. د طالبانو تر ټولو مشهور پیر دین محمد چې فعلاً د حج په سفر مسافر دی، په کعبه شریفه کې د پاکستان پوځ ته د پرمختګ او ښېرازۍ دعاګانې کوي.
