فرانسه: هرمز تنګي ته جنګي بېړۍ نه لېږو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه په رسمي ډول رد کړه چې له فرانسې، چین، برتانیې او نورو هېوادونو څخه یې کړې وه؛ ترڅو د هرمز تنګي له لارې د تېلو وړونکو بېړیو د ساتنې او عبور لپاره خپلې جنګي بېړۍ واستوي.
فرانسې ویلي چې په دې وخت کې هیڅ ډول بېړۍ د هرمز تنګي ته نه استوي او د دوی نظامي ځواکونه به په ختیځه مدیترانه کې پاتې شي. فرانسه وايي چې د امریکې او اسرائیل سره به د ایران پر ضد په جنګ کې ونډه وانخلي. فرانسه د داعش ډلې د ځپلو لپاره له ۲۰۱۵م کال راهیسې په عراق کې نظامي اډه لري. دوې ورځې مخکې په دغه اډه کې د ډرون حمله وشوه او د فرانسې یو «بریدمل مشر» آرنولد فرییان ووژل شو.
داسې ښکاري چې امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد د جنګ په محاسبو کې غلط شوي او د جنګ د ختم لپاره بهانې لټوي. شنونکي وايي؛ امریکا به کوښښ وکړي ترڅو داسې روایت وړاندې کړي چې ګواکي امریکا او اسرائیل په دغه جنګ کې بریالي شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي چې ایران فعلاً له امریکې سره د خبرو هېڅ لېوالتیا نه لري او د ځان د دفاع جنګ ته به ادامه ورکړي.