مقاله: افغانستان کې د پاکستان ضد غږ مړ شوی

پاکستان د خپلې نیابتي ډلې یعني طالبانو په مرسته په افغانستان کې بې شماره لنډ او اوږد مهاله ګټې ترلاسه کړې دي.
له دغو بې شمارو ګټو څخه به په دې متن کې یوازې د «پاکستان ضد غږ» په هکله لس ګوتې د کامپیوټر په کیبورډ وښوروم. پرته له پيسو. پخپله شخصي انرژۍ. پخپلو شخصو پیسو. یوازې د افغانستان لپاره. یوازې د خپلې مور لپاره.
په اول کې باید وویل شي چې د پاکستان د اشغال، استعمار او استثمار په هکله هېڅکله د افغانانو غږ نه وو خاموش شوی. د برتانیوي-هند په وخت کې انګرېزانو د افغانانو په سینه توره چاړه کش کړه او د پاکستان په نوم یې ځان ته نظامي اډه جوړه او په پاکستان یې مسمی کړه.
له دغې مودې راهیسې، ددې جعلي هېواد پر ضد په لر او بر افغانستان کې د آزادۍ چیغه خپره وه، خو ۷۰ کاله وروسته په ۲۰۲۱م کال کې، پاکستان وتوانېد چې د خپلې نیابتي ډلې یعني طالبانو په مرسته په افغانستان کې د «پاکستان ضد غږ» مړ کړي.
نن طالبان په افغانستان کې هېچاته د پاکستان پر ضد د خبرې او یا عمل اجازه نه ورکوي. د افغانستان په مدرسو کې افغان ماشومانو ته د دیوبندي ملایانو په مرسته د «پاک سرزمین» ترانې غږول کېږي، شرابي پنجابی جناح اتل او غازي امان الله خان مرتد معرفي کېږي.
د افغانستان جمهوریت ځکه پاکستان ته ډېر مضر وه چې په جمهوریت کې هر کس کولای شوئ په آزاد ډول بیان وکړي. هر افغان کولای شوی، افغانیت تکثیر، ترغیب او ترویج کړي. هر افغان کولای شوی د کتاب په لیکلو، د مقالې په لیکلو، د خبر په لیکلو سره د مقبوضه افغانستان پښتنو ته افغانیت او ابدالیت ورسوي.
نن طالبانو په ارواښاد شاعر ملنګ جان ځکه ممانعت وضع کړی چې هغه پخپلو شعرونو کې پښتنو ته د افغانیت او «لر او بر یو افغانستان» خبره کوله. طالبان د احمدشاه ابدالي پر ځای د پنجاب شرابي اقبال لاهوري ته د افغانستان په زړه، کابل، کې جشن نیسي.
زوی او پلار (طالبانو او پنجاب) ګیله من وزیر او مطیع الله تراب ځکه ووژل چې هغوی د کابل او پېښور غږونه د شعر په مرسته یو له بل سره تړل. نن په لر او بر افغانستان کې هېڅ داسې غږ نشته چې کابل له پېښور سره وتړي. نن د پنجاب آرمان پوره شوی دی.

