کابل: پنجابي جېټ الوتکو بمباري وکړه

کابل په ټول عمر کې دومره نه وو بې عزته شوی لکه د طالبانو په حاکمیت کې. دا هم تاریخي خبره ده چې پاکستان هېڅکله پر افغانستان او بیا په کابل بمباري نه وه کړې، خو له هغې راهیسې چې پاکستان خپله نیابتي طالباني ډله په افغانستان حاکمه کړې، پاکستان له افغانستان څخه سم کاروان سرای جوړ کړی.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان د کابل د بې عزته کولو او بمبار کولو جرات کوي؟ ددې ځواب دا دی چې پاکستان مطمئن دی چې طالبان افغانانو ته د پاکستان پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي او د طالبانو په برکت به هېڅکله پاکستان ته د افغانستان له لارې خطر و نه رسېږي.
هغه کسان چې فکر کوي چې طالبان به پاکستان ته خطر پېښ کړي، په ستره اشتباه کې دي. طالبانو په افغانستان کې د پاکستان د دفاع لپاره زرګونه افغانان وژلي دي. طالبانو همدا اوس زرګونه هغه افغانان په زندانو کې اچولي چې د پاکستان پر ضد خبره او عمل کوي.
افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان او طالبانو په مقابل کې متحد شي. افغانان هېڅکله باید د پنجاب له نیابتي طالبانو سره متحد نه شي. پاکستان او طالبان د یوه کلب دوه غوږنه دی. هغه کسان چې له پاکستان څخه د طالبانو د ځپلو لپاره مرسته غواړي، هم اشتباه کوي. افغانان باید طالبان او پاکستان د یوه واحد دښمن په توګه وپېژني او پر ضد یې له هر ډول وسیلې کار واخلي.
