مقاله: طالبان د پاکستان نیابتیان دي

د نیابتیانو او جاسوسانو یوه دنده دا ده چې د خپل بادار په ضد ظاهراً منفي خبرې وکړي، باطناً او عملاً د بادار ټولې ګټې خوندي وساتي. که نیابتیانو او جاسوسانو له خپل بادار سره ظاهراً نرمه لهجه وکاروله او یا یې د خپل بادار صفتونه وکړل، پوه شئ چې هغه حقیقي او مطمئن نیابتیان او جاسوسان نه دي.
لاندې هغه ګټې دي چې د کرنېل امام زوی ملا یعقوب پنجاب ته رسولي دي.
لومړی ګټه: طالبانو په افغانستان کې په نجونو د تعلیم او تحصل دروازې تړلي دي. د دې کار یوه ګټه پاکستان ته دا ده چې افغانان به خپلې ښځې پنجاب ته بیايي او د پاکستان اقتصاد به پرې چلېږي. که چېرې مېرمنې ناپوهې پاتې شي، خپل اولادونه به هم د رڼا پر ځای د پنجاب دیوګندي مدرسو ته لېږې او هلته به ترهګر ترې جوړېږي.
دوهمه ګټه: طالبانو په افغانستان کې د هلکانو د ښوونځیو کیفیت له حده زیات خراب کړی دی. پوه استادان یې منفک کړي او پر ځای یې د پېښور دیوګندي ملایان ګمارلي. پاکستان ته ددې کار ګټه دا ده چې په افغانستان کې به د جهل کچه لوړه شي. همدا اوس د افغانستان مکاتب دومره خراب شوي او بې کیفیته وشي چې د هېچا زړه نه کېږي چې ورشي.
درېیمه ګټه: طالبانو په افغانستان کې له پوهنتونونو څخه غوجلې جوړې کړي، مېږې او سپیان پکې ګرځي. همدارنګه؛ طالبانو له پوهنتونونو څخه زرګونه ماسټري او دکتورا لرونکي پروفیسران منفک کړي او پر ځای یې ځګن او پمن دیوبندي جاهل ملایان ګمارلي دي. د مثال په توګه د فزیک د دکتورا لرونکي پروفیسور پر ځای یې د بغدادي قاعدې یو جاهل دیوګندي ملا کېنولی.
څلورمه ګټه: طالبانو په افغانستان کې د پاکستان پر ضد په هر ډول منفي خبرو، لیکنو او عمل بندیز لګولی دی. طالبان هېچا ته اجاه نه ورکوي چې د پاکستان پر ضد خبرې او یا عمل وکړي. د افغانستان په ټول تاریخ کې پنجاب په افغانستان باندې بمباري نه وه کړې. اوس یې ځکه کوي چې پوهېږي چې کرنېل ملا یعقوب او کرنېل ملا هیبت افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان پر ضد عمل وکړي. طالبانو په افغانستان کې زرګونه افغانان له پاکستان سره د دښمنۍ په نامه زنداني کړي دي.
پنځمه ګټه: پاکستان د طالبانو په مرسته افغانستان داسې نړیوالې انزواء ته بوولی چې څوک یې نوم هم نه اخلي. افغانستان په نړیواله کچه اړیکې نه لري او د افغانستان اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې چارې د پاکستان لخوا کنټرول کېږي. اکثریت نړیوال ارګانونه چې پخوا په افغانستان کې وو اوس له پاکستان څخه فعالیت کوي.
شپږمه ګټه: طالبانو د افغانستان ملي بیرغ چې ټوله نړۍ یې ددې سمبول په مرسته پېژني، له منځه وړی دی. طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان ملي بیرغ ورپوي. ملي بیرغ د یوه هېواد سمبول او هؤیت دی. طالبانو په حقیقت کې د افغانستان هؤیت له منځه وړی دی.
اوومه ګټه: طالبانو په افغانستان د افغانستان په تاریخي ستورو چې د پاکستان د سترګو خارونه وو، بندیز لګولی دی. طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د غازي امان الله خان، شهید دکتور نجیب الله او احمدشاه بابا په هکله غونډه جوړه کړي او یا له هغوی سره د مینې اظهار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان هر کال د پاکستان شرابي اقبال لاهوري ته رسمي غونډې جوړوي.
اتمه ګټه: ملي سرود د یوه هېواد نښه او سمبول دی. دغه سمبول طالبانو له افغانستان څخه اخیستی. ددې ګټه پاکستان ته بیا هم دا ده چې افغانستان په نړۍ او سیمه کې یو بې هؤیته هېواد وي.
نهمه ګټه: دا چې پاکستان د خپلو نیابتیانو طالبانو په مرسته افغانستان له نړۍ څخه منزوي کړی او رسمیت نه لري، له همدې امله د افغانستان معدنیات پنجاب ته د چور په شکل روان دي. د افغانستان معدنیات د افغانستان د راتلونکو نسلونو مالکیت دی چې همدا اوس یې طالبان پنجاب ته د چور په شکل قاچاق کوي.
لسمه ګټه: افغانستان فعلاً د طالبانو په مرسته د یوې لویې دیوګندي مدرسې شکل لري. پاکستان خپلې ټولې چټلۍ یعني مدرسې او دیوګندیان او ترهګر افغانستان ته رالېږلي. پاکستان ته یې ګټه دا ده چې پاکستان به نړیولاو ته خپل ځان د ترهګرو خلاف معرفي کړي او پړه به دایماً د همدې طالبانو په مرسته په افغانانو ور اچوي چې «افغانان ترهګر دي». داسې به نه وايي چې طالبان ترهګر دي بلکه وايي به چې افغانستان د ترهګرو ځاله ده او افغانان ترهګر دي.
که چېرې یوه ورځ نړۍ بیا د ترهګرو د ځپلو لپاره یو ځل بیا په افغانستان حمله کوي، ملامت څوک دي؟ ملامت به زمونږ هغه قومي متعصبین وي چې همدا اوس د قومیت له مخې له طالبانو سره «اتحاد» غواړي. ملامت به نجیب ننګیال وي، ملامت به خوشحال سادات وي، ملامته به ډېوه پتنګه وي، ملامت به داؤد جنبش وي، ملامت به کمال ناصر اصولي وي، ملامت به ضیاءالحق امرخېل وي، ملامت به سپین تڼی وي، ملامت به شاه محمود میاخېل وي، ملامت به اسماعیل یون وي، ملامت به سید بلال احمد فاطمي وي، ملامت به عزیز معارج وي، ملامت به عبدالستار سادات وي، ملامت به دولت وزیري وي… دوی به بیا په غونډو کې پرتوګونه باسي او وايي به چې «زمونږ حق ضائع شوی».
