ملا ډیزل ولې په افغانستان د پنجاب بمباري نه غندي؟

څو ورځې مخکې د روژې په وروستیو شپو کې پنجاب د افغانستان په پلازمېنه کابل کې سلګونه بې ګناه معتادین او د پنجاب مخالف زندانیان د جېټ الوتکو په مرسته شهیدان کړل، خو ملاډيزل تر دې دمه د پنجاب ددې بشري جنایت په هکله هېڅ نه دي لیکلي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د رژیم اکثریت مهم غړي او رئیسان د ملاډیزل د ګوند ګلخانان دي. د افغانستان خلک وايي چې افغانستان په بشپړه توګه د پنجاب لخوا اشغال دی.
همدارنګه؛ طالبانو په افغانستان کې زرګونه هغه افغانان په زندانو کې اچولي دي چې له پاکستان سره مخالفت لري.
