نجیب ننګیال ولې د طالبانو ملاتړ پیل کړ؟

څه وشول چې په جمهوریت کې د افغانستان په پیسو روزل شوی او د افغانستان د جمهوریت غړی ښاغلی مولوي نجیب الله ننګیال د طالبانو په ملاتړ پيل وکړ؟ څه وشول چې مولوي نجیب الله ننګیال پخوا طالبان د پنجاب مردارې ملېشې بللې او اوس یې د افغانستان ساتونکي، غازیان او شهیدان بولي؟

یوې سرچینې هدیه نیوز ته وویل چې مولوي نجیب الله ننګیال د طالبانو د لابیګرۍ په بدل کې یو لک ډالر ورکړي دي. هدیه نیوز ددې ادعاء تصدیق نه کوي، خو سرچینه ټینګار کوي چې مولوي نجیب الله ننګیال حتی ددې شومې غیرافغاني پروژې په بدل کې خپل اېکس حساب هم له منځه وړی دی.

هر ځل چې طالبان او پاکستان په مشترک پلان افغان-وژنه پیل کړي، مولوي نجیب الله ننګیال له ویده حالت څخه یو دم رسنیو ته راووځي، ته خوله یې ځګونه بادېږي او له افغانانو غواړي چې «متحد» شي. اما ایمان یې دومره کمزوی دی چې نه شي ویلای چې افغانان له چا سره متحد شي. د هغه هدف دا دی چې افغانان باید له طالبانو سره «متحد» شي.

د مولوي نجیب الله ننګیال هره لیکنه د طالب په ګټه ده. کله چې د زوی او پلار ډرامې ختمې شي، نوموړی هم د خوب حالت ته لاړ شي او کله کله غمګینې نازکې نازکې لنډۍ نشروي. په عین حال کې ښاغلی مولوي د طالبانو د بل لابیګر قاري عیسی محمدي په څېر د طالبانو په غیرافغاني او غیراسلامي اعمالو چوپ دي او هېڅکله د طالبانو پر ضد خبره نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button