هیبتي طالبانو د حقاني طالبانو وضعیت خراب کړی

هیبتي طالبان پرته له شکه چې په حقاني طالبانو زور دي. له هغې ورځې چې طالبان د امریکې، قطر او پاکستان په مرسته کابل ته ننوتل، د هیبتي او حقاني طالبانو جنجالونه په زیاتېدو شول. له هغې ورځې راهیسې، هیبتي طالبان توانېدلي چې د حقاني طالبانو مهم کسان له دندو ګوښه او پر ځای یې د کچلاغ ګلخانان وګماري. حقانیان په سخت بد حالت کې دي. نه پوهیږي چې څه وکړي. ځینې یې بندیان او ځينې تري تام دي.

داسې ګنګوسې هم دي چې د حقاني طالبانو مهم غړی عباس ستانکزی په پټه تخته شوی دی. د عمران خان زوی مبین خان هم تری تام دی. دری میاشتې کیږي چې انس حقاني پخپلو ټولنیزو پاڼو هېڅ نه دي خپاره کړي. د حقانیانو زوال د هیبتیانو لخوا ښه په کش کې روان دی. حقانیان هغه کسان دي چې په وزیرستان کې به د پاکستاني عسکرو سره په پوستو کې ناست وو، پښتانه تنکي ماشومان به یې په کاذبانه او مکارانه ژړاګانو ځانوژنې ته باټ کړل او په افغانستان کې به یې سلګونه بې ګناه افغانان پرې ووژل. د خدای جل جلاله عذاب سخت دی. د خدای جل جلاله انتقام همداسې وي چې بېرته دې پخپل ملګري له منځه وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button