هیبت الله ولې د پاکستان حملې نه غندي؟

د طالبانو نالیدل شوي مشر هیبت الله په اختریز پیغام کې له نړۍ سره د سالمو اړیکو د جوړولو غوښتنه کړې. هغه په دغه پیغام کې په افغانستان باندې د پاکستان د تېري په هکله هېڅ نه دي ویلي.
نږدې دوې اونۍ کېږي چې «پاکستان ډزې کوي او طالبان ډوزې». په دغه موده کې پاکستان یوازې عام افغانان وژني. په کونړونو، ننګرهار، کابل، هرات، خوست، پکتیا او نورو سیمو کې پاکستان زرګونه عام افغانان شهیدان کړي دي. همدا نن شپه هم پاکستان په کابل کې لسګونه عام افغانان شهیدان کړل.
هدیه نیوز ته یوې سرچینې وویل چې همدا نن شپه طالبانو پاکستان ته په کابل کې د هغه زندان کورډیناټ ورکړی چې په هغه کې طالبانو زرګونه هغه افغانان زنداني کړي وو چې د پاکستان پر ضد یې دریځ لره. په دغه حمله کې تر ۳۰۰ زیات عام افغانان شهیدان شوي دي.
پاکستان تر دې دمه د طالبانو په یوه غړي هم حمله نه ده کړې. د طالبانو له مشرانو څخه نیولې هان د کلي تر یوه عادي شړشمي طالب پورې، حتی یو طالب هم د پاکستان لخوا نه دی هدف شوی. پاکستان یوازې په ډیورنډ کرښه د عامو افغانانو کلي او په لویو ښارونو کې عام خلک وژني.
غلامان هغه کسان دي چې د بادار لخوا هم خوراک ورکول کېږي، هم جنګ ته لېږل کېږي، هم نازول کېږي او هم خرڅېږي: طالبان د پاکستان هغه خلک دي چې په ۱۹۹۶ کې یې جوړ کړل، په ۲۰۰۱ کې یې د خپلو ګټو لپاره پرتوګونه ترې واېستل، شل کاله یې بیا پخپل بغل کې ونیول او افغانان یې پرې ووژل او په ۲۰۲۱ کې یې د هغوی په مرسته افغانستان منزوي کړ او د پوهې دروازې یې په افغانانو وتړلې.
طالبان ځکه د اصلاح وړ نه دي چې واک یې له پنجاب سره دی او پنجاب لېونی نه دی چې د افغانستان ګټو ته ژمن او اصلاح شي. له همدې امله؛ د طالبانو اصلاح کېدلو او افغان کېدلو تمه کول د وخت ضایع او حماقت دی.
