حقاني: د پاکستان پر ضد انتقامي جذبه نلرو

د طالبانو د کورنیو چارو «وزیر» سراج الدین حقاني په لړزېدلي غږ وویل چې طالبان د پاکستان پر ضد هېڅډول انتقامي جذبه نه لري. د حقاني دغه بیان ته عام افغانان په غوصه دي او د پېغور په شکل وايي چې طالبانو شل کاله په لوړه انتقامي جذبه افغانان ووژل، خو د پاکستان پر ضد انتقامي جذبه نه لري.
سراج الدین حقاني د طالبانو د خرافاتي پیر دین محمد مرید او د اشرارو د ډلې د مشر جلال الدین حقاني زوی دی.
