ظاهر قدیر په کېنیا کې محاکمه کیږي

څه موده مخکې پخوانی وکیل عبدالظاهر قدیر د کېنیا په نېروبي ښار کې له الوتکې څخه د ښکته کېدلو په وخت کې د کېنیا د پولیسو لخوا ونیول شو. هغه اوس په نوموړي هېواد کې محاکمه کیږي.
د کېنیا پولیس وايي چې نوموړی د «مخدره توکو او اسلحو د قاچاق» په تور نیول شوی دی.
په عین وخت کې امریکې له کېنیا څخه غوښتي چې هغه امریکې ته وسپاري، خو د کېنیا چارواکو ویلي چې ظاهر قدیر به لومړی په کېنیا کې محاکمه کیږي او محکمه به په راتلونکې کې په مستقل ډول پرېکړه وکړي چې آیا ظاهر قدیر امریکې ته سپاري که نه.
په خواله رسنیو کې افغانان د هغه په حالت له یوې خوې خفګان څرګندوي او له بلې خوا وايي چې ظاهر قدیر پخپله دوره کې ډېر مالي او اداري فساد ترسره کړی او د هغه نیول کېدل د خفګان وړ نه بولي.

