افغانان د زرګونو افغانانو د قاتل حکمتیار محاکمه غواړي

په خواله رسنیو کې افغانانو د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه غوښته کړې چې د زرګونو کابلیانو قاتل ګلبدین حکمتیار محاکمه کړي. په پېښور کې ګلبدین حکمتیار د «مجاهدینو» د حل او عقد په شورای کې ګډون کړی وه او د «مجاهدینو مؤقتي» حکومت یې منلې وه، خو د خپلې فیصلې خلاف، ګلبدین حکمتیار د مشروع نظام په خلاف جنګ پیل کړ او په زرګونو کابلیان یې شهیدان کړل.
