هغه بیرغ چې د افغانستان ټول قومونه پرې راټول دي

دومره ګټه چې طالبانو پاکستان ته رسولې، پخپله پنجابیانو هم نه ده رسولې. طالبانو د پاکستان د ګټو لپاره د افغانستان ټول ملي ارزښتونه له منځه یوړل او لا یې هم له منځه وړي. له افغانستان څخه بهر د افغانستان ټول قومونه پخپلو مجلسونو، فاتحو، خوښیو او غم کې له دری رنګه ملي بیرغ څخه استفاده کوي او د خپل ملي نښان په توګه یې کاروي. هغه هېوادونه چې ملي نښانونه نه لري، په نړۍ کې هېڅ اهمیت نه لري او خلکو ته یې د بې هؤیته او بې نښانه خلکو په سترګو کتل کیږي. افسوس په شپېته کلنو پېغلو او نورو قومي متعصبینو چې ددې پتمن او ښکلي بیرغ پر ځای د بې نظیرې پرتوګ ته ګډیږي.
