ویرجنتیا : د جمال ولي ماشومان یتیمان شول

جمال ولي د جمهوریت په وخت کې په افغانستان کې دنده لرله. کله چې امریکې افغانستان د پاکستان په مرسته طالبانو ته وسپاره او جمهوریت یې د خپلو داخلي ملګرو په مرسته له منځه یووړ، ځینې افغانان یې امریکې ته یوړل. ددغو افغانانو له ډلې څخه جمال ولي هم وه.
جمال ولي د امریکې په وېرجنیا ایالت کې له خپلو څلورو تنکیو ماشومانو سره اوسېده. د بې کارۍ او قېمتۍ له امله نوموړی د خپلو ماشومانو د خوراک او څښاک په غم کې په ذهني ضعف متبلا شوی وه. تېره ورځ کله چې د وېرجنیا له پولیسو سره لفظي مناقشه کوي، غوصه کیږي، او له جیب څخه تفنګچه راباسي او په پولیسو ډزې کوي. له بلې خوا؛ بل پولیس په جمال ولي ډزې کوي او وروسته په روغتون کې ساه ورکوي. له هغه څخه څلور تنکي ماشومان د تل لپاره د پلار له ګرمې غېږې محروم شول.
له یوې خوا په افغانستان کې له مکتبونو او پوهنتونو څخه د امریکې قراردادیانو غوجلې جوړې کړي او له بلې خوا، یوازې د کچلاغ ګلخانان په دندو ګمارل کیږي او د افغانستان د ننه حتی د لغمان، وردګ او لوګر طالبان له دندو شړل کیږي. له افغانستان څخه لرې، افغان کډوال د لوږې او بدبختۍ له امله یا ځانونه وژني او یا عصاب له لاسه ورکوي. دغه هغه څه دي چې نږدې له نیمې پېړۍ راهیسې پاکستان غوښتل او نن یې د خپلې طالباني ډلې په مرسته عملي کوي.