د افغانستان ملي بیرغ به تل ځلېږي

کلونه کېږي چې هدیه نیوز د افغانستان د ملي هؤیت او ارزښتونو د دفاع لپاره کار کوي. ددې مبارک ملي بیرغ په دفاع کې هدیه نیوز ته د مرګ ګواښونه کېږي. اما جالبه دا ده چې هدیه نیوز ته تر ټولو زیات زیان د هغو منافقینو لخوا رسېږي چې په پروفائل کې یې د منافقت له مخې همدغه ملي بیرغ لګولی دی او د جمهوریت په پوست کې د پاکستاني اشغال ملاتړ کوي.

د طالبانو لابیګر نجیب ننګیال هغه کس دی چې په هدیه نیوز یې د «اسلامي خلافت» یا «داعش» تور ولګوه. نجیب ننګیال او د هغه نور جمهوریتي طالبان لکه فضل الربي شینواری، عبدالله میاخېل، عبیدالله بهیر، شاه محمود میاخېل… د طالبانو د دفاع لپاره د طالبانو دښمنان په نښه کوي. دغه منافقین به ورځ په ورځ رسوا کېږي. طالب هلاک شوي ته د نجیب ننګیال لخوا د «شهید» کلمه کارولو نجیب ننګیال دومره بدنام او رسوا کړ چې نور به د قاري بېلچې په څېر سر هم پورته نه شي کړلای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button