صالح : پښتو ژبه د اشغال پر ضد ستر سنګر دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د پښتو ژبې نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې پښتو ژبه د پاکستاني اشغال په مقابل کې تر ټولو لوی سنګر دی. هغه ویلي چې د افغانستان ټول ولس او په ځانګړې توګه پښتانه کولای شي له دغه ستر سنګر څخه د افغانستان د آزادۍ لپاره کار واخلي. ښاغلی صالح له هغو نادرو افغانانو څخه دی چې هېڅکله یې د پاکستان د نیابتي ډلې یعني طالبانو په مقابل کې سر نه دی خم کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button