نظر : ایران ته د ډرون الوتکو قاچاق

اسرائیل په ایران باندې خپلې لومړنۍ حملې د ایران له خاورې څخه د ډرون الوتکو په واسطه ترسره کړې دي. پوښتنه دا ده چې اسرائیل د ایران خاورې ته ډرون الوتکې له کومې لارې داخلې کړي؟ له عراق او ترکیې څخه په لاریو کې په قاچاقي ډول د ډرون لېږد تر ډېره حده غیرممکن برېښي. عراق او ترکیه جمهوري نظامونه دي او هر څوک د څار او انتقاد حق لري. له همدې امله له دغو دوو لارو څخه د ډرون الوتکو او منفجره مواد لېږد غیرممکن ښکاري. ایران له افغانستان سره هم سرحد لري. وروسته به د طالبانو او امریکې د دوحې د تړون نوي رازونه هم افشاء شي، خو د امریکې لخوا طالبانو ته هره اونۍ ۶۰ میلیونه ډالر او پټې غونډې د همدې پروژې یوه برخه ده. څه موده وروسته به خبر شئ چې اسرائیل او امریکې ایران ته د ډرون الوتکو او منفجره موادو لېږد د خپلو «قراردادیانو» په مرسته کړی.
