قاري عیسی محمدي: که پاکستان په افغانستان حمله وکړي، له زامنو سره افغانستان ته ځم

تاسې د قاري عیسی په هلکه څه نظر لرئ؟

قاري عیسی محمدي چې په جمهوریت کې یې د اشرف غني په ګټه کمپاین وکړ او بیا بېرته د اشرف غني پر ضد شو، ورو ورو د طالبانو په ګټه قدم اخلي.

پاکستان ویلي چې کېدای شي افغانستان ته د ترهګرو د ځپلو لپاره عسکر ولېږي. ددې خبرې په ځواب کې قاري عیسی محمد وايي چې که چېرې پاکستان په افغانستان حمله وکړي، نو له جرمني څخه به خپل نازک نازک سېکولر لوی شوي زامن افغانستان ته بوزي او هلته به یې په غولکو سمبال کړي او د پاکستان پر ضد به یې وجنګوي.

شنونکي وايي چې طالبان د پاکستان خپل خلک دي. دا چې پاکستان په افغانستان بمباري کوي، د همدې طالبانو په مرسته یې کوي. که پاکستان افغانستان ته عسکر لېږي، باور ولرئ چې د همدې طالبانو په مرسته به یې وکړي. له دې بمباریو څخه هدف دا دی چې افغانستان ته د یوه هېواد نه بلکه د یوې سیمې حیثیت ورکړي او د ترهګرو ځاله یې وبولي. دغه کار طالبان او پاکستان په ګډه پر مخ وړي.

د قاري عیسی محمدي په ځواب کې یوه کس لیکلي وو چې که چېرې قاري عیسی افغانستان ته د پاکستان ځپلو لپاره لاړ شي او یا په افغانستان کې د پاکستان په ضد خبره وکړي، پاکستان ته هېڅ اړتیا نشته چې قاري عیسې زنداني یا مړ کړي، بلکه پخپله د همدې پاکستان نیابتي طالبان به یې د «له پاکستان سره دښمنۍ» پر ضد تر باغو تېر کړي. داسې لکه مبین خان.

له دې خلکو یا عقل ورک دی او یا د پیسو لپاره هره ورځ دریځ بدلوي. طالب=پنجاب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button