حکمتیار: طالبانو زما پلار ممنوع الخروج کړی

د حزب اسلامي د زعیم ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وايي؛ طالبان ګلبدین حکمتیار ته له افغانستان څخه د وتلو اجازه نه ورکوي.

هغه ټینګار کوي چې طالبان له یوې خوا د سیاسي حزبونو له مشرانو غواړې چې افغانستان ته ستانه شي، خو له بلې خوا؛ کله چې د سیاسي ډلو مشران کابل ته لاړ شي، د طالبانو لخوا ممنوع الخروج کېږي او د غلامانو په شکل ژوند کوي.

ګلبدین حکمتیار او د هغې د حزب په ګډون، ټولو حزبیانو له طالبانو سره د افغانستان د جمهوري نظام په مقابل کې لاس یو کړی وه. د جمهوریت له سقوط څخه یوه میاشت مخکې ګلبدین حکمتیار په پاکستان کې یوې غونډې ته ویلي وو چې «د جمهوریت کښتۍ سورۍ ده او ډېر زبه به ډوبه شي».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button