د پلار او زوی ډرامه پای ته ورسېده

ډرامه پای ته ورسېده، خو افسوس چې زمونږ اکثریت افغانان اوس هم په سیاسي ډرامو او لوبو نه پوهېږي. یوازې په دغه یو ساعته ډرامه، پاکستان وکولای شوی له زرګونو افغانانو څخه طالبان جوړ کړي. هغه طالبان چې په مطلق شکل د پاکستان خلک دي. په خواله رسنیو کې اکثریت «مبارزین» احساساتي شوي وو او د طالبانو ملاتړ یې کاوه. نوش جان د شه پاکستانه! په رښتیا چې د افغانستان د اشغال او کنټرول توان لرې. افغانستان دې داسې اشغال کړی چې تر اوسه یې ډېرو افغانانو سوخت او درد نه دی حس کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button