اسرائیل: د ایران مزایل هدف ته رسېدلي

د اسرائیل او امریکې لخوا د ایران د لوړپوړي چارواکي علي لاریجاني له وژل کېدلو څخه وروسته، ایران په اسرائیل کلسټر مزائل اورولي او ډېر یې هدف ته هم رسېدلي دي.
په دغه پېښه کې لږ تر لږه دوه اسرائیلیان وژل شوي او د نورو د پیدا کولو او ژغورلو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو متحدینو او حتی ناټو څخه غواړي ترڅو د هرمز تنګي په امنیت کې له هغه سره مرسته وکړي، خو اړوندو هېوادونو د ډونالډ ټرمپ غوښتنه رد کړې ده.