ایران د امریکا اېف ۳۵ جېټ الوتکه ویشتلې

د ایران رسمي حکومتي پاڼو او رسنیو لیکلي چې د ایران په فضاء کې یې د امریکې تر ټولو پرمختللې جېټ اېف ۳۵ جنګي الوتکه د هوايي دفاعي سیستم په مرسته ویشتلې.

همدا اوس ځینو نورو ایراني پاڼو خبر خپور کړ چې په بندرعباس کې هم د ایران هوايي دفاعي سیستم کوښښ کوي د امریکې او اسرائیلو نورې جېټ جنګي الوتکې تخریب کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکې اېف ۳۵ جنګي الوتکې تر دې دمه د کوم دفاعي سیستم لخوا نه دي تخریب شوي. د امریکې متحده ایالات وايي چې دغه الوتکې د هېڅډول رادار لخوا نه لیدل کېږي او له همدې امله یې ویشتل غیرممکن دي، خو معلومه شوه چې ددې نه لیدونکي مرغه ویشتل هم ممکن دي.

ایران وايي چې د اېف ۳۵ وېشتونکي مزائیل او دفاعي سیستم یې د اسرائیل-ایران له ۱۲ ورځني جنګ څخه وروسته جوړ کړي دي.

که چېرې ایران د امریکې د یادو الوتکو ویشتل زیات کړي، په دغه جنګ کې به امریکا او اسرائیل له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button