اکرائن روسۍ هلیکوپټر نسکوره کړې

اکرائني ځواکونو په اکرائن کې د روسیې پرمختللې کا-۵۲ هلیکوپټر د یوه کوچني ډرون په مرسته ویشتلې او نسکوره کړې ده. په یوه ویډیو کې، چې د اکرائن پوځ خپره کړې، ښکاري چې په غورځېدلې الوتکه کې دوه روسي پیلوټان له پېښې ژوندي پاتې شوي، خو د بل اکرائني ډرون په مرسته دواړه وژل شوي دی.
شنونکي وايي چې دغه پېښه د روسیې لپاره بوګنوونکې ده او ښايي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین غوصه زیاته کړي. له همدې امله؛ ډېر احتمال لري چې روسیه په اکرائن باندې جنګ تشدید او د اکرائن په لویو ښارونو د مزائلو باران پیل کړي.
په داسې حال کې چې روسیې د اکرائن ډېرې روسي-ژبې سیمې اشغال کړي، د اکرائن ولسمشر امریکې او خلیجي هېوادونو ته د ایراني شاهد ډرون الوتکو د نسکورولو لپاره د مرستو وړاندیز کړی دی. ولادمیر زلېنسکي خلیج هېوادونو ته ویلي چې اکرائن کولای شي له هغوی سره د ایراني ډرون الوتکو په ویشتلو کې مرسته وکړي.