قرار: طالبانو ولې د سیاه سنګ بمبار پټ کړ؟

په افغانستان مین دیني مفسر ښاغلی مجیدالله قرار وايي چې پاکستان په سیاه سنګ کې لسګونه هغه کسان وژلي چې طالبانو د پاکستان د مخالفت په سر په زندانونو کې اچولي وو.
ښاغلی قرار زیاتوي؛ ددې کسانو کورډیناټ پخپله د «کابل پنجابیانو» پاکستان ته ورکړی دی. د یادولو وړ ده چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان زرګونه مخالفین په زندانونو کې اچولي چې لسګونه یې په سیاه سنګ کې قتل عام شول.
ښاغلی قرار وايي چې افغانستان د پاکستان لخوا اشغال دی او په کابل کې د ملافضل الرحمن د ګوند غړي د پاکستان جنایتونه ددې لپاره پټوي چې د افغانانو له پاکستان سره د کرکې کچه لوړه نه شي.
ښاغلی قرار باور لري چې طالبان او پنجابیان یو دي. هغه له افغانانو څخه غواړي چې د طالبانو او پنجابیانو په مقابل کې متحد شي او خپله عزیزه افغان خاوره له سپینو او تورو پنجابیانو څخه پاکه کړي.
