مقاله: زما لویه ګناه دا ده چې جاهل یم

لیکونکی: عبدالمدثر
نېټه: د ۱۴۰۵م کال د سنبلې ۱۷م

د پنجابي امارت غړي لطیف الله حکیمي (لطف الله حکیمي) چې د کوټې ښار ګلخان دی ویلي چې «پښتو د افغانستان ملي او دري رسمي ژبه ده»، خو د هغه دغه جمله په حقیقت کې پښتو ژبې ته بې احترامي بلل کېږي. د دغه پاکستاني خبرو ته ډېر پښتانه په ناپوهۍ مست شوي او له هغه یې مننه کړې.

راځئ لومړۍ د «ملي» او «رسمي» کلمو په لغوي او اصطلاحي معنی ځان پوه کړو:

ملي: ملي کلمه له ملت څخه مشتق شوې. د دې کلمې منشاء عربي ده. ملت په پښتو ژبه کې مذکر اسم دی. ملي کلمه د ملت کملې صفت دی. د بېلګې په توګه؛ ملي هؤیت، ملي ارزښت، ملي شتمني، ملي سرود، ملي بیرغ، ملي ژبه.

رسمي: دغه کلمه له رسم څخه متشق شوې. دلته رسم د رواج او دود په معنی دی. رسمي کلمه د رسم او رواج صفت دی. په دولتي او حکومتي ژبه کې «رسمي» کلمه د «حکومتي» کلمې مترادفه کلمه ده. د بېلګې په توګه؛ رسمي سفر، رسمي تګلاره، رسمي سند، رسمي غونډه او رسمي ژبه.

د یوه هېواد ټولې ژبې ملي ژبې بلل کېږي. په افغانستان کې لسګونه ملي ژبې دي. په افغانستان کې پښتو، دري، ازبېکي، ترکمني، پشه اي او بلوچي ټولې ملي ژبې دي. همدارنګه؛ جلال الدین بلخي د افغانستان ملي شاعر دی، عبدالرحمن بابا هم د افغانستان ملي شاعر دی. ملنګ جنګ هم د لوی افغانستان ملي شاعر دی.

د یوه هېواد ټولې ژبې رسمي ژبې نه دي. یو هېواد کولای شي یواځې یوه یا څو رسمي ژبې ولري. د مثال په توګه په سویس کې څلور رسمي ژبې شتون لري. په کاناډا کې دوې رسمي ژبې شتون لري. له رسمي ژبو څخه هدف دا دی چې اداري او سیاسي امور په دغو ژبو پر مخ وړل کېږي. په افغانستان کې د کاناډا په څېر پښتو او دري دواړه رسمي ژبې دي، خو د پنجابي امارت دغه غړي پښتو له رسمیاتو اېستلې.

پاکستانی لطف الله حکیمي مدرسې ته نه دی تللی. او د پنجابي امارت په اصطلاح «سکول» ته خو هېڅ نه دی تللی. یعني د ملي او رسمي کلمو معنی خو لا څه کوئ چې په الف او ب لا نه دی خبر. په خپله یوه جمله کې یې دوه ځله پښتو ژبې ته کنځلې کړي. اما دا هم ممکنه ده چې دغه پاکستانی ګلخان دغه ډول خبرې قصداً د پښتو ژبې د ځپلو لپاره کوي.

له یوې خوا یې پښتو یواځې ملي ژبه بللې. پښتو ژبې ته یواځې د ملي ژبې په توګه کتل پښتو ژبې ته کنځل کول دي. د دې معنی دا ده چې پښتو ژبه په ملت کې د یوې عادي ملي ژبې په توګه کارول کېږي او باید له سیاست او اداري کارونو څخه لرې وساتل شي.

له بلې خوا یې پښتو ژبه له رسمیاتو اېستلې. د هغه دا خبره چې وايي «یواځې دري ژبه د افغانستان رسمي ژبه ده» په حقیقت کې پښتو ژبې ته د حقارت په سترګه کتل دي. د دې مطلب دا دی چې د افغانستان په ادارو کې به د رسمي مکتوبونو، سیاسي پرېکړو او له نړۍ سره د اړیکو ژبه پښتو نه بلکه دري وي.

اوس تاسې پوه شوئ چې دغه ګلخان په حقیقت کې پښتو ژبې ته بې احترامي کړې. له بده مرغه چې د تاریخ په اوږدو کې زمونږ پښتنو دائماً بې تحلیله، بې فکره او په پټو سترګو د هر چا ملاتړ کړی او همدغه کار د پښتنو په زیان تمام شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button