په انځور کې څلور واړه پاکستانیان دي

افغانستان د پاکستان لخوا داسې اشغال شوی چې ډېر افغانان نه پرې پوهیږي. د ډیورنډ کرښې آخوا له افغانستان څخه زیات پښتانه لري. له بده مرغه دغه پښتانه اکثریت پاکستان خپل کور بولي او په انګریزي پاکستان سر ورکوي او دفاع یې فرض بولي. له دغو ګلخاني پښتنو څخه ډېری د کوټې، چمن او کچلاغ ګلخانان دي چې په کندهارۍ پښتو ژبه خبرې کوي. د طالبانو اکثریت مشران دغه ګلخاني کسان دي. دوی ځانونه په دروغو افغانان معرفي کوي خو په اصل کې د پاکستان د استخباراتو خلک دي. په انځور کې مخامخ څلور کسان لیدل کیږي. لاړ شئ څېړنه وکړئ. پوه به شئ چې څلور واړه د چمن او کچلاخ پاخه ګلخانان او د آی اېس آی غړي دي. په منځ کې یې بخت الرحمن شرافت دی چې ټول عمر یې په عربو او چمن کې تېر کړی او مطلق پاکستانی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button