له طالبانو څخه هیلې لرل حماقت دی

په خواله رسنیو کې ځینې احساساتیان چې د تدبیر او عقل پر ځای حماقت چلوي، وايي د پاکستان په مقابل کې د طالبانو ملاتړ کوي او له نورو افغانانو هم غواړي ترڅو د پاکستان په مقابل کې د طالبانو ملاتړ وکړي.
د پاکستان له دښمن سره به یوازې بې غیرته افغان نه درېږي، اما پوښتنه دا ده چې آیا طالبانو ته پاکستان دښمن هېواد دی؟ ټول حقیقت په همدې پوښتنه کې پټ دی. او حقیقت دا دی چې طالبان هېڅکله د پاکستان دښمنان نه دي. طالبان یوازې دا نه چې د پاکستان دښمنان نه دي بلکه د پاکستان پاخه مدافعین او نیابتیان دي.
که رښتیا غواړئ له پاکستان سره دښمني وکړئ او یا د پاکستان له منځه تلل غواړئ، نو د پاکستان شاخونه مات کړئ. د پاکستان یو شاخ طالبان دی چې همدا اوس یې افغانستان په بشپړه توګه د پاکستان په اختیار کې ورکړی. په افغانستان کې نر نشته چې د پاکستان په ضد خبره وکړي ځکه طالبان یې زنداني کوي. داسې لکه مبین خان او نور.
په ډیورنډ کرښه نه جنګ شته او نه به جنګ وشي. د افغانانو د غولولو او طالبانایزېشن لپاره، د زوی او پلار ډرامې دي چې عملي کېږي. تاسې پخپله تحقیق وکړئ؛ هغه ویډیوګانې او انځورونه چې طالبان یې د ډیورنډ د «جنګ» په نوم خپروي، ټول د سوریې، عراق، بنغازي او نورې پخوانۍ ویډیوګانې دي.
