بلوڅستان : سرمچارانو لسګونه پنجابیان هلاک کړي

تېره ورځ بلوڅ آزادي غوښتونکو سرمچارانو په اشغال شوي بلوڅستان کې د انګریزي پنجاب ۱۲ اشغالګرې ملېشې په هلاکت ورسولې او څو نور سخت ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د بلوڅستان هېواد په یوه غرنی سیمه کې ترسره شوې.

په یوه ویډیو کې چې سرمچارانو په خواله رسنیو کې تازه خپره کړې، ښکاري چې د انګریزي پنجاب نږدې ۱۵ اشغالګر له خپل موټر څخه ښکته په سړک او د سړک په شاوخوا روان او د ماین د پیداکولو د آلې په مرسته د ماین په پیدا کولو اخته دي. څو لحظې وروسته اشغالګر بېرته خپل موټر کې سپرېږي چې د ماین لخوا ټول اشغالګر په بشپړه توګه «هلاک» شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button