سوریه : ځانمرګي کلیسا کې ۲۵ کسان ووژل

د سوریې په دمشق ښار کې یوه کس په یوه کلیسا کې ځانمرګی برید کړی او لږ تر لږه ۲۵ کسان یې وژلي دي. په داسې حال کې چې ددې پېښې مسؤولیت تر دې دمه رسماً چا نه دی منلی، خو ځينې سرچینې وايي چې کېدای شي دغه کار د اسلامي دولت اړوند ترهګرو ترسره کړی وي.

د سوریې اوسني غیرمشروع ولسمشر الجولاني دغه پېښه غندلې او ویلي یې دي چې ترهګریز عمل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button