امریکې یو ځل بیا روسیه وغولوله

د شوروي اتحاد په وخت کې روسیې نه غوښتل افغانستان ته عسکر ولېږي، بلکه امریکې او متحدینو یې روسیه یو ډول مجبوره او وغولوله ترڅو افغانستان ته عسکر ولېږي.
ددې لپاره چې روسیه افغانستان ته په نظامي کچه پښې داخلې کړي، امریکې او متحدینو یې پخپله اډه (پاکستان) کې د مجاهدینو ډلې جوړې کړې. دغه امریکايي «مجاهدین» به افغانستان ته را لېږل کېدل او انفجارات به یې کول.
روسیې نه غوښتل چې د افغانستان لخوا له امنیتي ستونزو سره مخامخ شي. له همدې امله روسیې پرېکړه وکړه ترڅو افغانستان ته په نظامي کچه داخله شي او ددې جنګي ډلو مخه ونیسي. په دې وخت کې امریکې او متحدینو یې د خوشحالۍ چکچکې پیل کړې او ویل یې چې روسیه وغولېده او نوره له زوال سره مخ کېږي. په همدې شکل ورو ورو شوروي اتحاد له زوال سره مخ او ختم شو.
همدا اوس په ۲۰۲۵ کال کې امریکې او متحدینو یې یو ځل بیا روسیه وغولوله. همدا اوس به د امریکې استخبارات د خوشحالۍ چکچکې وهي چې دا دي خپل قراردادیان (طالبان) یې په روسیه ور وتپل. حقیقت دا دی چې طالبان د پاکستان مېږې دي او پاکستان د امریکه او متحدینو یو لرې پروت ایالت دی. طالبان به هېڅکله د امریکې له غلامۍ لاس وانخلي او حتی د اخیستلو جرات لا نه لري. زمونږ همدغه لیکنه یادداشت کړئ! څه موده وروسته به روسیه د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه له حده زیاته پښېمانه شي.
جالبه لا دا ده چې مونږ عادي خلک یو او ښه پوهیږو چې طالبان د پاکستان او امریکې تر مستقیم کنټرول لاندې دي، خو بیا هم د روسیې په څېر لوی ملک دومره ساده کېږي چې حتی په دغه عادي استخباراتي لوبه هم نه پوهیږي.
